د نورستان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د اور وژنې وسايلو پېژندنې او د وسايلو سمې کارونې په اړه یو ورځنی د عامه پوهاوي سمينار وړاندې شو!
د نورستان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د ولايت اور وژنې آمريت له لوري د پوهنتون کارکوونکو چارو عمومي مديريت په همغږۍ د اور وژنې وسايلو پېژندنې او د وسايلو سمې کارونې په اړه يو ورځنی د عامه پوهاوي سمينار په (PDC) مرکز کې وړاندې شو.
په سمينار کې د اور وژنې آمريت د اور لګېدنې سره د مبارزې آمر عبدالولي ارکاني د اور وژنې وسايلو پېژندنې، د وسايلو سمې کارونې، د اور لګېدنې لاملونو، د اور لګېدنې څخه د مخه د اړينو تدابیرو نيولو، د اور رامنځ ته کېدونکو عناصرو او ورته نورو موضوعاتو په اړه هر اړخيز معلومات ورکړل.
نوموړي د اور وژنې وسايلو عملي کارونې ترڅنګ د پوهنتون له مسؤلینو څخه وغوښتل چې په پوهنتون کې د اور وژنې آلې او وسايل ولګوي، ترڅو د اور وژنې پر وخت ترې کار واخيستل شي.
د سمینار په پای کې د پوهنتون علمي او محصلانو مرستیال استاد عبدالله عابد د سمينار وړاندې کوونکي څخه مننه وکړه چې د يوې مهمې موضوع په اړه يې استادانو او اداري کارکوونکو ته ګټور معلومات ورکړل.
همدا ډول يې د اور وژنې آمريت څخه د اور وژنې وسايلو مرستې غوښتنې ترڅنګ يې زیاته کړه چې په راتلوونکي کې دې هم د پوهنتون محصلانو لپاره په ياده موضوع يو سمینار جوړ کړي.
نېټه: سه شنبه
۱٤٤٨هـ.ق، ربيع الثاني ٩مه
۱۴۰۵هـ.ش، سنبلې ٣١مه
سرچينه: د نشراتو او عامه اړيکو لوی مديريت
