د نورستان پوهنتون د رئیس پیغام

 

 

موږ په دې خوشحاله یو چې تاسو زموږ تعلیمي ټولنې ته راشئ، چیرې چې د زده کړې، نوښت او شخصي وده زموږ د ټولو فعالیتونو زړه دي. که تاسو یو احتمالي محصل او یا استاد یاست، موږ هدف لرو چې تاسو ته الهام درکړو، ملاتړ وکړئ او ستاسو د اهدافو ترلاسه کولو کې مرسته وکړو.

په نورستان پوهنتون کې، موږ یو متحرک تحصیلي چاپیریال وړاندیز کوو چې د زده کړې، خلاقیت او رهبري د هڅونې لپاره ډیزاین شوي پرمختللي پروګرامونه لري. زموږ ژمن استادانو او د عصري سرچینو په مرسته ډاډه یو چې هر زده کړیالان فرصت لري چې بریالي شي او یو معنی لرونکی اغیزه ولري.

موږ تاسو ته بلنه درکوو چې زموږ پروګرامونو، د کمپوس ژوند او هغو ارزښتونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ کوم چې زموږ ادارې ته ځانګړی کوي. زموږ د لیدو لپاره مننه - موږ هیله لرو چې تاسو سره یو بریالی سفر پیل کړو!

زده کړې ته د راتلونکې هرکلی. نورستان پوهنتون ته هرکلی!

استاد حمیدالله عابد

د نورستان پوهنتون له دوه ګونو (شرعیاتو او ښوونې او روزنې) پوهنځيو له بېلابېلو څانګو څخه (۱۱۰) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۱:۴۰
ww

د نورستان پوهنتون له دوه ګونو (شرعیاتو او ښوونې او روزنې) پوهنځيو له بېلابېلو څانګو څخه (۱۱۰) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول!
په ۱۴۰۵ تعليمي کال کې د نورستان پوهنتون له مختلفو څانګو څخه درېيمه دوره (۱۱۰) تنه د ليسانس په کچه علمي کادرونه د يوې غونډې په ترڅ کې فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په ياده موخه راجوړه شوې غونډه کې د نورستان ولایت والي صاحب الحاج قاري زین العابدين عابد، د نورستان پوهنتون رئيس ښاغلي استاد حميدالله عابد، د علمي او محصلانو مرستيال پوهنیار حبيب الرحیم شينواري، مالي او اداري مرستيال ش.يخ م.ولو.ي صديق الله سباوون، استادانو، اداري کارکوونکو، د نورستان ولايت بېلابېلو ادارو استازو، علماء کرامو، قومي مشرانو، محصلينو او د محصلينو خپلوانو ګډون کړی وو.
د غونډې په پيل کې د پوهنتون علمي او محصلانو مرستيال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ يې فارغ محصلينو او د هغوی پلرونو او استادانو ته د فراغت مبارکې ورکړه او ياد فارغ محصلين يې د نورستان پوهنتون لپاره لوی وياړ یاد کړ.
ورپسې د فرامينو او حکمونو د تعقيب رئيس م.مولو.ي محمد ابراهيم کاوون پوهنتونونه د ټولنې د اړتياوو او ضرورتونو پوره کولو لپاره يوازيني مرکزونه وبلل او ويې ويل چې پوهنتونونه هغه پاک مرکزونه دي چې د ټولنې او دین د خدمت لپاره ترې ايمانداره او پوهه خلک فارغېږي.
د غونډې په جریان کې د نورستان پوهنتون رئيس صاحب محصلينو او استادانو ته د لوړو زده کړو قدرمن وزير صاحب ش.يخ مولوي نداء محمد نديم مبارکي او د مینې ډک پيغام ولوست چې وزير صاحب پکې د نورستان پوهنتون د پرمختګ او همکارۍ لپاره ډاډ څرګند کړی و.
د غونډې په پای کې د نورستان ولايت والي صاحب فارغ محصلينو ته مبارکي ورکړه او همداشان يې ورته سپارښتنه وکړه چې په لومړي قدم کې به د خپلو پلرونو او ولس خدمت کوئ او بيا به د اوسني نظام خدمت او ساتنې ته اوږه ورکوئ.
نوموړي محصلینو او د غونډې ګډونوالو ته څرګنده کړه چې اوسنی نظام د يو داسې پوهنتون جوړولو اراده لري چې د نړۍ د مختلفو ملکونو وکړي به د زده کړو لپاره ورته راځي او دلته به اس.لا.مي او عصري زده کړې ترلاسه کوي.
غونډه فارغ محصلینو ته د تصديق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېده.

نېټه: شنبه
۱۴۴۸هـ.ق، صفرالمظفر ۳مه
۱۴۰۵هـ.ش، چنګاښ ۲۷مه

سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مديريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۲:۲
Background image

نورستان پوهنتون ته د علمي او محصلانو نوی مرستيال ور وپېژندل شو!

نورستان پوهنتون ته د علمي او محصلانو نوی مرستيال ور وپېژندل شو!
د نورستان پوهنتون علمي او محصلانو نوی مرستيال مو.ل.وي استاد عبدالله عابد د يوې غونډې په ترڅ کې د ياد پوهنتون استادانو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د نورستان پوهنتون له دوه ګونو (شرعیاتو او ښوونې او روزنې) پوهنځيو له بېلابېلو څانګو څخه (۱۱۰) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

د نورستان پوهنتون له دوه ګونو (شرعیاتو او ښوونې او روزنې) پوهنځيو له بېلابېلو څانګو څخه (۱۱۰) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول!
په ۱۴۰۵ تعليمي کال کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

د نورستان پوهنتون پنځه کلن اوږد مهاله مهم (ستراتيژيک) پلان د تشرېح او عامه پوهاوي يو ورځنۍ غونډه ترسره شوه!

د نورستان پوهنتون پنځه کلن اوږد مهاله مهم (ستراتيژيک) پلان د تشرېح او عامه پوهاوي يو ورځنۍ غونډه ترسره شوه!
د نورستان پوهنتون اوږد مهاله مهم (۱۴۰۳-۱۴۰۷) ستراتيژيک پلان د تشرېح او عامه. . .

BACK TO NEWS