نورستان پوهنتون ته د علمي او محصلانو نوی مرستيال ور وپېژندل شو!
نورستان پوهنتون ته د علمي او محصلانو نوی مرستيال ور وپېژندل شو!
د نورستان پوهنتون علمي او محصلانو نوی مرستيال مو.ل.وي استاد عبدالله عابد د يوې غونډې په ترڅ کې د ياد پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د مالي او اداري مرستيال ش.يخ مو.ل.وي صديق الله سباوون له لوري ور وپېژندل شو.
د غونډې په لومړيو کې مالي او اداري مرستيال نوي علمي او محصلانو مرستيال ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ هغه ته د ښه خدمت کولو هيله څرګنده کړه او د پخواني مرستيال پوهنيار حبيب الرحيم شينواري خدمتونه يې وستايل چې پخپله کاري موده کې يې د پوهنتون لپاره ترسره کړي وو.
ورپسې علمي او محصلانو مرستیال، استادانو او اداري کارکوونکو يو له بل سره ځانونه معرفي کړل.
همداراز نوي مرستيال د خپلو زده کړو او تېرې دندې په اړه معلومات وړاندې کړل او له استادانو او اداري کارکوونکو څخه يې وغوښتل چې د پوهنتون پرمختګ، پياوړتيا او ښه راتلوونکي لپاره به په شريکه کار کوي.
په پای کې استادانو او اداري کارکوونکو پوهنتون ته د نوي علمي او محصلانو مرستيال په راتګ خوښي وښوده او د پوهنتون پرمختګ لپاره يې ورته د خير دعا وکړه.
نېټه: دوشنبه
۱٤٤٨هـ.ق، ربيع الأول ٢٤مه
۱۴۰۵هـ.ش، سنبلې ١٦مه
سرچينه: د نشراتو او عامه اړيکو لوی مديريت
