د نورستان پوهنتون د رئیس پیغام

 

 

موږ په دې خوشحاله یو چې تاسو زموږ تعلیمي ټولنې ته راشئ، چیرې چې د زده کړې، نوښت او شخصي وده زموږ د ټولو فعالیتونو زړه دي. که تاسو یو احتمالي محصل او یا استاد یاست، موږ هدف لرو چې تاسو ته الهام درکړو، ملاتړ وکړئ او ستاسو د اهدافو ترلاسه کولو کې مرسته وکړو.

په نورستان پوهنتون کې، موږ یو متحرک تحصیلي چاپیریال وړاندیز کوو چې د زده کړې، خلاقیت او رهبري د هڅونې لپاره ډیزاین شوي پرمختللي پروګرامونه لري. زموږ ژمن استادانو او د عصري سرچینو په مرسته ډاډه یو چې هر زده کړیالان فرصت لري چې بریالي شي او یو معنی لرونکی اغیزه ولري.

موږ تاسو ته بلنه درکوو چې زموږ پروګرامونو، د کمپوس ژوند او هغو ارزښتونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ کوم چې زموږ ادارې ته ځانګړی کوي. زموږ د لیدو لپاره مننه - موږ هیله لرو چې تاسو سره یو بریالی سفر پیل کړو!

زده کړې ته د راتلونکې هرکلی. نورستان پوهنتون ته هرکلی!

استاد حمیدالله عابد

نورستان پوهنتون د تېر پسرلني سمستر ممتاز محصلان د ولايت والي په شتون کې وستايل!

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۵۱
mm

نورستان پوهنتون د تېر پسرلني سمستر ممتاز محصلان د ولايت والي په شتون کې وستايل!
د نورستان پوهنتون دوه ګونو شرعياتو او ښوونې او روزنې پوهنځيو د تېر بهاري سمستر ممتاز محصلان د يوې غونډې په ترڅ کې د محصلانو خدمتونو او همغږۍ عمومي مديريت له لوري چې په غونډه کې د ولايت والي صاحب الحاج قاري زين العابدین عابد هم ګډون درلود، وستايل شول.
ياده وياړمنه غونډه د محصلانو تشويق او هڅونې په موخه په (PDC) مرکز کې جوړه شوې وه، چې د پوهنتون رهبرۍ غړې، استادان، اداري کارکوونکي او محصلان يې برخه وال وو.
د تېر په څېر غونډه د قرآن عظيم الشآن په مبارکو آياتونو سره پيل شوه او په ښه راغلاست وينا کې يې د علمي او محصلانو مرستيال استاد عبدالله عابد د ممتازو محصلانو هڅې او زحمتونه وستايل چې ځانونه يې تر دې کچې رارسولي دي.
ورپسې د ولايت والي صاحب د محصلانو او پوهنتون په ملاتړ او ورسره د مرستو په اړه ګټوره او هر اړخيزه وينا وکړه چې ممتازو محصلانو او د هغويو استادانو او کورنۍ ته د ياد وياړ له امله مبارکي ورکړه.
نوموړي محصلان وهڅول چې د خپلو زده کړو او علم په مرسته په روانه فکري او رسنيزه جګړه کې د خپل نظام او خاوري په ملاتړ مثبتو ليکنو او قوي مبارزه ته دوام ورکړي.
همدا ډول نوموړي يو وار بيا د تېر په څېر د پوهنتون سره په هره برخه کې د همکارۍ ژمنه تازه کړه.
په یاده غونډه کې د ځوانانو په استازيتوب د ولایت ځوانانو چارو آمر محمد شعيب مظلوم يار هم وينا وکړه، د پوهنتون مالي او اداري مرستيال مولوي صديق الله سباوون د پوهنتون په لاسته راوړنو او پرمختګ خبرې وکړې او همداراز د پوهنتون رئيس ښاغلي استاد حميدالله عابد په خپله نوبتي وينا کې د ممتازو محصلانو او استادانو څخه د ياد وياړ د مننې سربېره د پوهنتون سره د ولایتي ادارې او په ځانګړي توګه د والي صاحب له هر اړخيزې همکارۍ او مرستې څخه هم مننه وکړه.
د غونډې په پای کې ممتاز محصلان د والي صاحب له لوري په نغدي او د پوهنتون له لوري په معنوي ډاليو وستايل شول.

نېټه: سه شنبه
۱٤٤٨هـ.ق، ربيع الثاني ١٧مه
۱۴۰۵هـ.ش، ميزان ٧مه

سرچينه: د نشراتو او عامه اړيکو لوی مديريت 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۵۱
Background image

نورستان پوهنتون د تېر پسرلني سمستر ممتاز محصلان د ولايت والي په شتون کې وستايل!

نورستان پوهنتون د تېر پسرلني سمستر ممتاز محصلان د ولايت والي په شتون کې وستايل!
د نورستان پوهنتون دوه ګونو شرعياتو او ښوونې او روزنې پوهنځيو د تېر بهاري سمستر ممتاز محصلان د يوې غونډې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د نورستان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د اور وژنې وسايلو پېژندنې او د وسايلو سمې کارونې په اړه یو ورځنی د عامه پوهاوي سمينار وړاندې شو!

د نورستان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته د ولايت اور وژنې آمريت له لوري د پوهنتون کارکوونکو چارو عمومي مديريت په همغږۍ د اور وژنې وسايلو پېژندنې او د وسايلو سمې کارونې په اړه يو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۲:۲
Background image

نورستان پوهنتون ته د علمي او محصلانو نوی مرستيال ور وپېژندل شو!

نورستان پوهنتون ته د علمي او محصلانو نوی مرستيال ور وپېژندل شو!
د نورستان پوهنتون علمي او محصلانو نوی مرستيال مو.ل.وي استاد عبدالله عابد د يوې غونډې په ترڅ کې د ياد پوهنتون استادانو او. . .

BACK TO NEWS